د پاکستان د بشري حقونو کمېسیون د افغان کډوالو د روغتیایي وضعیت په اړه ژوره اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې ګڼ شمېر افغان کډوال د پولیسو د نیول کېدو له وېرې روغتونونو ته له تګ ډډه کوي. یاد سازمان په یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، راپورونه ښيي چې په پاکستان کې یو شمېر ناروغ افغان کډوال د پولیسو له وېرې روغتیایي مرکزونو ته نه ورځي، او ځینې روغتونونه له هغو ناروغانو سره د درملنې برخه کې همکاري نه کوي چې د اعتبار وړ ویزې نه لري.



































