د غور ولایت په دوو ولسوالیو کې د اوبو رسولو د درېیو شبکو په جوړېدو سره د سیمې ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شوې دي. د یاد ولایت د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مطبوعاتي مسوول ذبیح الله غوثي زاده ویلي چې د دغه ولایت په دولت یار او دولینه ولسوالیو کې د نړیوال بانک په مالي ملاتړ د ۱۲ میلیونه ۶۰۹ زره ۷۲۱ افغانیو په لګښت د اوبو رسولو د درېیو شبکو د جوړېدو چارې پیل شوې دي. د نوموړي په وینا، د یادو شبکو د جوړېدو چارې به په نږدې راتلونکي کې بشپړې شي او پر مټ به یې د سیمې ۵۰۰ کورنیو ته د څښاک اوبه برابرې شي.



































