په خوست ولایت کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست تر چتر لاندې په تېرو دوو کلونو کې د ملګرو ملتونو د پرمختیايي پروګرام (یوان ډي پي) په همکارۍ ۱۶۹ شنې خونې جوړې شوې دي. د خوست د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویلي چې د یادو شنو خونو د جوړېدو موخه د کرنیزو محصولاتو د تولید زیاتوالی، د موسمي سبزیجاتو او مېوو وړاندې کول، د کروندګرو اقتصادي حالت پیاوړتیا او د کورنیو عایداتو لوړول دي. یادې شنې خونې د خوست مرکز ترڅنګ د قلندر، نادرشاه کوټ، اسمعیل خېلو مندوزیو، علیشیرو او تریزيو او صبريو ولسوالیو په بېلابېلو سیمو کې جوړې شوي دي.



































