د سرپل ولایت ځايي چارواکي وایي، چې د سرپل – بلخاب د ۱۰۰ کیلومتره سړک د جوړولو د لومړي فاز چارې پیل شوې دي.د چارواکو په خبره دغه پروژه د څه باندې ۵۵۱ میلیونه افغانیو په لګښت پلې کېږي، چې په لومړي فاز کې یې ۲۵ کیلومتره کانګریټي سړک د ۱۲ مترو په سور سره جوړېږي او چارې به یې د ۲۲ ماشتو په موده کې بشپړې شي.



































