د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې د دغه وزارت وزیر مولوي امیرخان متقي پرون د محمد ابراهيم په مشرۍ د «جماعت اسلامي پاکستان» له پلاوي سره په کتنه کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ مثبتې اړيکې د دواړو ولسونو په گټه بللې دي. متقي په پاکستان کې د جماعت اسلامي ټولنیز خدمات د ستاينې وړ وبلل او له څو لسيزو راهيسې يې د افغان کډوالو کوربهتوب له امله مننه وکړه. د جماعت اسلامي پاکستان پلاوي هم د افغانستان او پاکستان د ولسونو ترمنځ پر نږدېوالي ټينګار وکړ او همداراز یې په افغانستان کې پرمختګونه وستايل.



































