ایراني رسنیو ویلي، چې د افغانستان لپاره د پاکستان ځانګړی استازی محمد صادق خان په سیمه کې د وروستیو بدلونونو په اړه له ایراني چارواکو سره د خبرو لپاره ایران ته رسېدلی. ایرنا خبري اژانس ویلي، چې صادق خان به په دې سفر کې د ایران له لوړپوړو چارواکو سره وويني. د راپور له مخې، د دې لیدنې موضوعات د افغانستان رواني چارې او د پاکستان او ایران ترمنځ د ګډو همکاریو پراختیا ده.



































