د کډوالو او راستنېدونکو وزارت ويلي، چې د کندوز ولايت د چهاردرې ولسوالۍ د خواجه کفتر په ښارګوټي کې اړمنو کډوالو ته د سرپناه برابرولو په موخه د ځمکې د وېش بهير پيل شو. د پلان له مخې به ځمکه هغو کډوالو ته وېشل کېږي، چې مخکې له مخکې د دايمي اسکان د مرکزي پلاوي له خوا د ولايتي کمېټې سره شريک شوي او د تثبيت وروسته وړ ګڼل شوي دي. د دې بهير موخه د کډوالو لپاره د دايمي سرپناه برابرول او د ښاري ژوند په جوړښت کې د دوی ادغام ښودل شوی دی.



































