د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې په کابل کې د روسیې سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له وزیر سره په کتنه کې ویلي، چې په اکتوبر کې د مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې به د مولوي امیرخان متقي په مشرۍ یو پلاوی ګډون وکړي. متقي د ملګرو ملتونو د بندیزونو کمېټې په نوملړ کې دی. د بهرنیو چارو وزارت په خبر پاڼه کې ویلي، چې روسیه به افغان چارواکي په لومړي ځل د دې فارمټ د غړي په حیث استقبال کړي. د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي په مسکو فارمټ کې غړیتوب یو مهم او اساسي ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې دغه سیمه ییز چوکاټونه د افغانستان او سیمې تر منځ په باورجوړونې او مثبت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.



































