د افغانستان لپاره د ایټالیا سفارت چې دا مهال په قطر کې فعال دی خبر ورکړی، چې دغه هیواد په افغانستان کې د روږدو کسانو د درملنې مرکزونو او د بېړنیو خدمتونو د ملاتړ لپاره دوه میلیونه یورو مرسته کړې ده. د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، شاوخوا ۴میلیونه افغانان د نشه يي توکو د استعمال له امله له رواني او فزیکي اختلالاتو ځورېږي او افغانې ښځې او نجونې د فقر او د پوهاوي د نشتوالي له امله تر نورو ډېرې د روږدو کسانو د درملنې او بیارغونې خدماتو ته اړتیا لري.



































