د فاریاب د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولینو ویلي، چې د یاد ولایت په قیصار ولسوالۍ کې د ممیزو۱۰ عصري خونې جوړې شوې دي. د مسوولینو په خبره، دغه ممیز خونې د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې نړیوالې ادارې په مالي ملاتړ د ۴.۷ میلیونه افغانیو په لګښت جوړې شوې دي. سرچینې زیاته ویلي، چې د یادو ممیز خونو د جوړولو موخه د ممیزو ساتنه او له ضایع کېدو څخه یې مخنیوی دی. په ورته وخت کې د سیمې اوسېدونکو د یادو ممیز خونو په جوړېدو خوښي ښودلې او له مسوولینو یې غوښتي چې د کرنې په برخه کې ورته نورې پروژې هم پلې کړي.



































