د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت خبر ورکړی، چې د کرنیزو محصولاتو او مالدارۍ ۳۳م نندارتون پرانیستل شوی دی. د مالوماتو له مخې د دغه نندارتون شعار (د افغانستان دکرنې او مالدارۍ په برخو کې پانګونه، د هېواد داقتصادي ودې او پرمختګ تر ټولو ډاډمنه لار» دی، چې د کابل بادامباغ په څېړنیز فارم کې پرانیستل شوی. په دغه نندارتون کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوی عطاءالله عمري، د اوبو او انرژۍ وزیر ملا عبداللطیف منصور، د کرنې، اقتصاد او لوړو زدهکړو وزارتونو مرستیالانو، په افغانستان کې د ایران سفیر، د ټیکا رییس، د اوزبیکستان د سفارت دیپلوماتانو، د ډاکار رییس، سلګونه سوداګرو، متشبثینو او د بېلابېلو ادارو مسوولینو ګډون کړی وو.



































