د افغانستان برېښنا شرکت رییس ډاکټر عبدالباري عمر د عزیزي ګروپ له مسوولینو سره په هېواد کې د برېښنا اړوند پروژو تخنيکي ارزونو او پلي کېدو په څرنګوالي خبرې کړې. په دې لیدنه کې د عزيزي ګروپ مسوولينو د کابل، کاپیسا، بغلان، هرات، جوزجان او یو شمېر نورو ولایتونو کې د برېښنا انرژۍ ګڼو پروژو تخنيکې ترسره شوې ارزونې شريکې کړې دي. دغه راز دې لیدنه کې د نوې کېدونکې برېښنا انرژۍ سربېره له ګاز او ډبرو سکرو څخه د برېښنا تولید او لېږد پروژو تخنیکي اړخونه او عملي کېدو څرنګوالي مېکانيزمونو په تړاو هم بحث شوی دی.



































