ټاکل شوې د مسکو فارمټ اوومه ناسته د روانې اوکتوبر میاشتې په اوومه نېټه په مسکو کې جوړه شي. په دغه څو اړخیزه مشتوري ناسته کې چې د افغانستان په اړه د سیمه ییزو هېوادونو ترمنځ د همغږۍ، ثبات، امنیت او د افغان سولې پر مسایلو خبرې کېږي. سږ کال پکې د بهرنیو چارو وزیر امیر خان متقي ته د ګډون بلنه ورکړل شوې او ټاکل شوې، چې نوموړی سبا دوشنبه مسکو ته سفر وکړي. د مسکو فارمټ اوومه ناسته چې د مسکو په کوربه توب ترسره کېږي افغان پلاوی به پکې د ګډون سربېره د دغه غونډې په څنډه کې د روسیې د بهرنیو چارو له وزیر سرګي لاوروف سره هم خبرې وکړي.



































