د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې مولوي امیرخان متقي او د ترکمنستان د وزیرانو شورا مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر رشید مرادوف ټلیفوني خبرې کړې دي. دواړو لوریو د سیاسي او اقتصادي اړیکو ترڅنګ د تاپي پروژې پر پرمختګ خبرې کړې او روان وضعیت یې مثبت بللی دی. دغه راز یې په نږدې راتلونکي کې په بېلابېلو برخو کې د عملي همکاریو د پراختیا ژمنه هم کړې ده.



































