شایراني چارواکو یو ځل بیا له پاکستانه غوښتي چې د هغې تروریستي ډلې پر ضد جدي ګامونه پورته کړي چې د بلوچستان په سیستان کې يې ځانمرګی برید تر سره کړ. د ایران ولسمشر حسن روحاني ویلي که پاکستان په دې اړه اقدامات ونه کړي، نو د دواړو هېوادونو اړیکې به خرابې شي. ایراني رسینو هم ویلي چې روحاني په دې اړه د پاکستان له صدراعظم عمران خان سره په ټلیفوني خبرو کې ویلي چې ایران د ترهګرو په وړاندې د پاکستان د جدي ګامونو پورته کولو په تمه دی. د رسنیو د راپورونو له مخې د پاکستان صدراعظم عمران خان هم ویلي چې پاکستاني ځواکونه د برید کونکو پټنځایونو ته نږدې شوي او د ایران لپاره به ډیر ژر یو ښه خبر ولري. تر دې مخکې د ایران د استازو د مجلس رییس ویلي و چې په سپاه پاسداران ترهګریز برید دننه په پاکستان کې طرحه او رهبري شوی و.



































