د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست ویاند محمد حنیف حقمل وایي، چې د معروف ولسوالۍ په اړوند سیمه کې د څارویو د قاچاق د مخنیوي په موخه ځانګړي کمپاینونه ترسره شوي چې په ترڅ کې یې د ۵۰۲ پسونو د قاچاق مخه نیول شوې ده. د حقمل په وینا، یو شمېر کسانو غوښتل دغه پسونه له فرضي کرښې هاخوا، په غیرقانوني ډول پاکستان ته انتقال کړي، خو د امنیتي ځواکونو له لوري یې مخه ونیول شوه. هغه زیاته کړه چې په دې تړاو یې څلور تنه نیول شوي دي.



































