د پکتیا ولایت په زرګر کلا سیمه کې د ۱۶.۵ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه پل جوړولو چارې د ځایي مسولینو له لوري پيل شوې. د مسوولینو په خبره دغه پل ۲۴ متره اوږدوالی لري او په بشپړېدو سره به یې د سیمې د اوسېدونکو ستونزې حل شي. د غه پل چې د ټولګټو چارو وزارت له لوري جوړیږي، چارې به يې په نږدې پنځو میاشتو کې بشپړې او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي.



































