یوه ایتوپیایي مسافر وړونکي بوینګ ۷۳۷ ډوله الوتکه چې له ادیس ښار نه د کینیا ابابا ته پر لاره وه را غورځېدلې ده او پکې د اته تنه عملې په ګډون ټول ۱۴۹ سپرلۍ نادرکه شوې دي. د ایتیوپیا لومړي وزیر ابي احمد پر ټویټر لیکلي، له ټولو هغو کورنیو سره غمشریکي ښيي چې په دې پېښه کې یې د کورنیو غړي وژل شوي دي. یوه ویاند ویلي، الوتکه نن اته بجې او ۴۴ دقیقې د ایتوپیا پلازمېنې له هوايي ډګره تر پورته کېدا لږ وروسته لوېدلې ده. که څه هم د الوتکې د لوېدو ځای ته بېړنۍ ډلې تللې، خو تر اوسه یې کره معلومات له رسنیو سره نه دي شریک کړي.



































