د بهرنیو چارو وزارت د عامه اړیکو رییس ضیا احمد تکل ویلي، هندي لوري نوي ډيلي کې د افغان حکومت د ډیپلوماټانو له منلو سره هوکړه کړې ده. د هند بهرنیو چارو وزیر د افغانستان له بهرنیو چارو وزیر سره کتنه کې کابل کې هم د سفارت تر کچې د ډيپلوماټیکې استازولۍ د لوړولو خبر ورکړی دی. ټایمز اف اېنډیا د هند د بهرنیو چارو وزیر جي شنکر له قوله راپور ورکړی چې نوی ډیلي په کابل کې خپل تخنیکي ماموریت د افغانستان د بهرنیو چارو له وزیر امیرخان متقي سره د دوه اړخیزو مذاکرات په ترڅ کې د سفارت کچې ته لوړوي.



































