ملي دفاع وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې تېره شپه د هیواد وسلهوال ځواک د پاکستان د پوځ له لوري د افغانستان د حریم د نقضولو او د افغانستان په خاوره د هوایي برید په ځواب کې د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کي د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مرکزونو غچاخیستونکي عملیات ترسره کړل. په خبر پاڼه کې ویل شوي چې دغه عملیات په بریالۍ توګه د شپې ۱۲ بجې پایته رسېدلي دي. په خبر پاڼه کې دغه راز ویل شوي، که مقابل لوری بیا د افغانستان حریم نقض کړي وسلهوال پوځ له خپل حریم دفاع کولو ته چمتو دی او سخت ځواب به ورکړي.



































