د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست د اطلاعاتو امر، قریشي بدلون رسنیو ته ویلي، چې له نن سهار راهیسې د تورخم لاره د هر ډول تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده. سرچینو ویلي، چې تېره شپه تر جګړې وروسته هم بار وړونکې موټر روانې وې؛ خو سهار وختي دا لاره بنده شوه. افغان چارواکي وایي، چې پاکستاني لوري د تورخم دروازه د افغان ځواکونو له لوري پر پاکستاني پوځیانو د غچ اخېستنې عملیاتو په غبرګون کې تړلې ده. دا مهال د تورخم دروازې دواړو لوریو ته سلګونه مسافر، لسګونه بار وړونکي موټر او ناروغان ایسار پاتې دي او له جدي ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.



































