د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام (یو این ډي پي) پر خپله اېکس پاڼه په لیکلي بیان کې له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغان زلزله ځپلو ته د سرپناه برابرولو په موخه خپلې مرستې زیاتې کړي. یاد بنسټ زیاته کړې، چې د دې زلزلې له کبله ۳۱ زره کسان بې ځایه شوي او څه باندې ۶سوه او ۴۹ زره ټنه ویجاړی پاکولو ته اړتیا لري. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د پراختیايي پروګرام استازي استیفن رودریګز ویلي چې لا هم ځپل شویو سیمو ته لاسرسی محدود دی. نوموړي د ژمي په نږدې کېدو اندېښنه ښودلې او زیاته کړې یې ده چې خلک د تودولو توکو، کمپلو، انرژۍ او خوراکي موادو ته شدیده اړتیا لري.



































