د راپورونو له مخې د پاکستان حکومت امر کړی، چې په خېبرپښتونخوا ایالت کې د افغان کډوالو ټول کمپونه باید په بېړني ډول وتړل شي. سرچینو ویلي، چې د دې پرېکړې له مخې په کمپونو کې مېشت افغان کډوال اړ شوي چې پاکستان پرېږدي او بیرته خپل هیواد ته ستانه شي. د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، د افغان کډوالو هغه پنډغالي چې په ډېره اسماعیل خان، ټانک، لکي مروت، بنو، مانسهره، چارسده او مالاکنډ سیمو کې جوړ شوي وو، اوس تړل شوي دي. د پاکستان حکومت د یوې رسمي لیک له لارې د خېبرپښتونخوا له ځایي چارواکو غوښتي، چې د دغو کمپونو ځمکې د حکومت ملکیت وګرځوي او په دې سیمو کې د کډوالو د بیا مېشتېدو مخه ونیسي.



































