د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي له خپل مل پلاوي سره د هند له ۷ ورځني سفره هېواد ته راستون شو. د دغه وزارت د عامه اړیکو رییس، ضیا احمد تکل وايي، متقي په دغه سفر کې له ګڼو هندي چارواکو، هلته مېشتو افغان سوداګرو او د دیوبند درالعلوم له مسوولینو او زدهکوونکو سره ولیدل.



































