د ایران د بهرنیو چارو وزارت د کابل او اسلاماباد ترمنځ د لنډمهالي اوربند هرکلی کړی او د جګړې د ختمېدو لپاره یې د دواړو لورو ترمنځ د خبرو اترو پر اړتیا ټینګار کړی. د دغه وزارت ویاند اسماعیل بقایي ویلي، ایران د افغانستان او پاکستان د ملي حاکمیت او ځمکنۍ بشپړتیا درناوی کوي او چمتو دی چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلتیا د کمولو په برخه کې همکاري وکړي. هغه د افغانستان او پاکستان د وروستیو نښتو له امله د ملکیانو پر مرګژوبله اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې د ترهګرۍ د له منځه وړلو لپاره باید اغېزناک، سیمهییز او څو اړخیز اقدامات ترسره شي.



































