د پاکستان لومړي وزیر شهباز شریف ویلي، چې نور به افغان کډوالو ته د استوګنې موده نه تمدیدوي او د بېرته ستنولو لړۍ به چټکه کړي. نوموړي دا څرګندونې د کابینې او ایالتونو له اعلی وزیرانو سره په ځانګړې غونډه کې کړې دي. شریف ادعا کړې، چې په پاکستان د بریدونو د زیاتېدو له امله د افغان کډوالو حضور د خلکو د اندېښنې سبب شوی دی. هغه ویلي، پاکستان د افغان کډوالو په ملاتړ کې د میلیاردونو ډالرو اقتصادي زیان او ځاني تلفات زغملې دي. دا پرېکړه په داسې حال کې شوې، چې د افغانستان او پاکستان اړیکې د سرحدي نښتو له امله ترینګلې شوې دي.



































