د بدخشان په شهر بزرګ ولسوالۍ کې د یو میلیون ډالرو په لګښت پر ۸۵ کیلومتره سړک د کرېړ اچولو چارې پيل شوې دي. ځايي مسوولینو ویلي، چې د دغه ولایت له شهر بزرک ولسوالۍ څخه تر سبزي بهار ولسوالۍ پورې د یوه ملي سوداګر له لوري د یو میلیون ډالرو په لګښت پر ۸۵ کیلومتره سړک د کرېړ اچولو چارې پيل شوې دي. سرچینې زیاتوي، چې د سړک د کرېړ اچولو له بشپړېدو وروسته به د دواړو ولسوالیو اوسېدونکو د تګ راتګ ستونزې راکمې او د خلکو ترمنځ د اقتصادي او ټولنیزو اړیکو د پراختیا زمینه برابره شي.



































