د قطر د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې د پاکستان او افغانستان ترمنځ د خبرو لومړۍ ناسته په دوحه کې د قطر او د ترکيې په منځګړيتوب ترسره شوه. سرچینې ویلي چې په دې ناسته کې د خبرو اترو پر مهال دواړو لورو پر سمدستي اوربند او د دايمي سولې او ثبات د ټينګښت لپاره د ميکانيزمونو پر جوړولو هوکړه وکړه. دغه راز دواړو خواوو ومنله چې په راتلونکو ورځو کې به تعقيبي ناستې ترسره کړي، تر څو د اوربند دوام باوري کړي او پلي کېدل په يو باوري او دوامدار ډول وڅاري، چې دا به د دواړو هېوادونو د امنيت او ثبات په ټينګښت کې مرسته وکړي. د قطر د بهرنيو چارو وزارت هيله څرګنده کړه چې دا مهم ګام به د دواړو ورونو هېوادونو ترمنځ د پولو پر اوږدو د کړکېچونو د پای ته رسېدو لامل شي او په سيمه کې به د دايمي سولې سبب وګرځي.



































