د پکتیکا د ټولګټو ریاست له لوري د دغه ولایت له مرکز ښرنې څخه تر زرغون ښار ولسوالۍ پورې د غځېدلي ۴۸ کیلومتره سړک د بیارغونې چارې د ۱۰۶ میلیونه ۸۳۰ زره او ۳۰۰ افغانیو په لګښت پیل شوې. د دغه ولایت د ټولګټو رییس محمد اکبر عادل ويلي، چې په دې پروژه کې د داغګیري، پلچکونو، پرشونو او واشونو جوړول شامل دي، چې چارې به یې د یو کال په موده کې بشپړې شي. د دې رغنیزو چارو لګښت د ټولګټو وزارت له لوري ورکول کیږي، چې به بشپړېدو سره به یې ځایي اوسېدونکو او مسافرو ته ګڼې اسانتیاوې رامنځته شي.



































