د ریاستالوزرا اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر د هرات په صنعتي پارک کې د کابل فولاد فابریکې دویم فاز پرانیست. برادر ویلي، ا.ا د صنعت د ودې او د برېښنا د تولید په برخه کې مهم ګامونه اخیستي او پر پانګهوالو یې غږ وکړ چې په افغانستان کې پانګونه وکړي. د مسوولینو په خبره، د یادې فابریکې په دويم فاز ۲۰ ميليونه ډالر پانګونه شوې، چې په ورځني ډول د ۵۰۰ ټنه اوسپنې د پروسس وړتيا لري.



































