د هند د بهرنیو چارو وزارت په خپره کړې خبر پاڼه کې ویلي، چې په کابل کې یې خپله تخنیکي استازولي د سفارت تر کچې لوړه کړې ده. د خبر پاڼې د مالوماتو له مخې دا ګام یې له افغانستان سره په ټولو هغو برخو کې چې ګډې ګټي لري، د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره پورته کړی دی. په خبرپاڼې کې راغلي چې په کابل کې به د هند سفارت د افغانستان د پرمختګ، بشري مرستو او ظرفیت جوړونې په برخه کې خپله ونډه پراخه کړي. دا پرېکړه نوې ډیلي ته د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي له سفر وروسته شوې ده.



































