هندي چارواکي وایي چې د خپلو ختیځو سیندونو اوبه یې پر پاکستان بندې کړې دي او د خپلو ځمکو خړبولو او څښلو لپاره به یې زخیره کړي. هندي رسنیو د چارواکو له قوله ویلي، پر پاکستان یې اوبه ځکه بندې کړې دي چې دوی غواړي ترې په راجستان او پنجاب کې د ځمکو د خړوبولو او څښاک لپاره کار واخلي. پاکستان که څه هم سمدستي په دې اړه غبرګون نه دی ښودلی خو داسې کارونه یې تر دې وړاندې د سیند طاس په نامه د دواړو هېوادونو ترمنځ د شوي تړون نه سرغړونه بللې ده. هند دا کار وروسته له هغه کوي چې د دې دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ اړیکې د ترینګلتیا وروستۍ کچې ته رسېدلې دي.



































