د بامیانو ولایت ځایي چارواکو ویلي، چې په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سازمان سرمنشي ځانګړي استازي اندریکا راتواته د ملګرو ملتونو پروګرامونو نظارت او د خلکو پر ژوند د دې پروګرامونو اغیزو ارزونې په موخه یاد ولایت ته سفر کړی دی. سرچینې ویلي، چې په دې سفر کې د یوناما مرستیال د بامیان له والي مولوي عبدالله سرحدي او یو شمېر نورو ځایي مسولینو سره په لریو پرتو سیمو کې د بشري خدمتونو د پراختیا د لازیاتې همغږۍ په موخه خبرې کړې دي. نوموړي دغه راز د پروګرامونو پر نظارت او ارزونې ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې دغه اطلاعات کولای شي اړمنو ته د مرستو رسېدو او ډاډ ترلاسه کولو په برخه کې ګټور تمام شي.



































