د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ویلي، چې د افغانستان پنځه خصوصي شرکتونو خپل کرنیز محصولات د سعودي عربستان په ۲۴۲م نړۍوال کرنیز نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي دي. د دغو شرکتونو محصولات زعفران، بادام، پسته او کشمش دي، چې د نړۍوالو پېرودونکو پام یې ځان ته اړولی دی. د «یو این ډي پي» په وینا، یاد شرکتونه د اروپایي ټولنې مالي ملاتړ په دغه نندارتون کې ګډون کړی دی. د ملګرو ملتونو پرمختیايي پروګرام ویلي، موخه یې دا ده چې د افغانستان کروندګر او خصوصي سوداګر له نړۍوالو بازارونو سره ونښلوي، څو د هېواد د اقتصادي ودې او د کرنیزو محصولاتو د بازارموندنې لپاره نوي فرصتونه رامنځته شي.



































