د افغان حکومت ویاند وایي، له پاکستاني لوري سره دوحه کې د اوربند هوکړې په دوام، د ترکیې غونډې لپاره د کورنیو چارو وزارت د مرستیال رحمت الله نجیب په مشرۍ افغان پلاوی ترکیې ته لاړ. د مجاهد په خبره، دغه غونډه کې به د هوکړې پر پاتې مسایلو خبرې وشي. په ورته وخت کې د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر حسین اندراب ویلي، اسلاماباد هیله لري چې په استانبول کې د افغانستان او پاکستان ترمنځ نننۍ جوړېدونکې غونډه کې به د پاکستان امنیتي اندېښنو د حل لپاره د څارنې یوه میکانیزم رامنځته شي. اندرابي زیاته کړې، پاکستان د تاوتریخوالي د زیاتولو لټه نه لري، خو تمه لري چې افغانستان به په ترهګرۍ ضد مبارزه کې خپلو نړۍوالو ژمنو ته ژمن پاتې شي.



































