د کندهار د سوداګرۍ او پانګونې خونې رییس عبدالاحد صديقي ویلي، چې له دغه ولایت څخه روسیې ته د انارو صادرات پیل شوي او تمه ده چې د سږکال تر پایه د تور غونډۍ لارې شاوخوا ۲۰۰ ټنه انار صادر شي. صديقي ویلي، له روسي چارواکو سره د څو میاشتو خبرو وروسته دغه هېواد ته انار صادریږي، چې بڼوالو او سوداګرو ته به اقتصادي فرصتونه رامنځته کړي. د «کنډافروټ» شرکت مسوول ابوهریره سعید زیاتوي، هڅه کوي د انارو بسته بندي د نړۍوالو معیارونو مطابق ترسره کړي، څو د افغانستان تازه مېوې نړۍوالو بازارونو ته لار ومومي. په کندهار کې د انارو تر ټولو ډېر باغونه په ارغنداب ولسوالۍ کې دي، خو په معروف، ارغستان، میوند، پنجوايي او ځینو نورو ولسوالیو کې یې هم باغونه شته.



































