له پېښو سره د مبارزې ملي ادارې رییس ملا نورالدین ترابي د اسیا ټولنیزو خدماتو له نړۍوالې موسسې سره د نږدې یو میلیون ډالرو په ارزښت د ګډې همکارۍ هوکړهلیک لاسلیک کړی دی. د یادې ادارې د معلوماتو له مخې، د دې هوکړې له مخې به یاده مرسته د بامیان ولایت په مرکز او د پنجاب، یکاولنګ نمبر ۱ او یکاولنګ نمبر ۲ ولسوالیو کې پر اړمنو کورنیو ووېشل شي.



































