د افغانستان کرکټ ملي لوبډله نن د زمبابوې پر وړاندې د درېیو شلاوریزو نړۍوالو سیالیو لومړۍ لوبه ترسره کوي. د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې، دغه لوبه به د افغانستان پر وخت د مازدیګر په څلور بجې پیل شي. افغان لوبډلې د سیالۍ د چمتووالي لپاره پرون تمرینات ترسره کړي او ټاکل شوې ده، چې دویمه او درېیمه لوبې یې د اکتوبر په ۳۱مه او د نومبر په دویمه ترسره شي.



































