د خوست ولایتي چارواکي وايي، چې د دغه ولایت په نادرشاه کوټ ولسوالۍ کې ۷۷ بېلابېلې رغنیزې او پراختیایي پروژې چې ټول ټال ارزښت یې ۱۵۵ مېلیونه افغانۍ کېږي ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې. د خوست د والي ویاند مستغفر ګربز وایي، دغه پروژو کې استنادي دېوالونه، کانالونه، سړکونه، پلچکونه او د اوبو رسونې شبکې شاملې دي. د نوموړي په وینا؛ د دغه پروژو د پلي کېدو بهیر کې سلګونه کسانو ته د کار زمینه برابره شوې وه او همدا راز به ۷۹۰۰کورنۍ ترې برخمنې شي.



































