په هرات ښار کې د مطالعې فرهنګ د پیاوړتیا او کتاب لوستنې ته د خلکو د هڅونې لپاره د کتاب نندارتون جوړ شوی دی. دا نندارتون د سړک پر غاړه جوړ شوی او سلګونه بېلابېل کتابونه پکې د څلورو ورځو لپاره نندارې ته ایښودل شوي دي. د نندارتون جوړوونکي غلام فاروق محمودي ویلي، موخه یې دا ده چې خلک، په ځانګړې توګه ځوانان او مېرمنې، په اسانۍ کتابونو ته لاسرسی ومومي.



































