ملګري ملتونه وایي چې په ایتوپیا کې د الوتکې د نسکورېدو پېښه کې د دوی لږ تر لږه ۲۱ کارکوونکي هم مړه شوي دي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پرون د ښځو د وضعیت د کمیسیون د کلنۍ غونډې د پرانیستلو پر مهال په خپله وینا کې وویل چې دا پېښه په تېره د ملګرو ملتونو لپاره یوه لویه غمېزه وه. هغه ویلي چې په دې پېښه کې ددې سازمان ۲۱ کارکوونکي مړه شوي دي. د ایتوپیا د هوایي شرکت ماکس ډوله الوتکه د تېرې یکشنبې په ورځ ددې هېواد د پلازمینې ادیسه له هوایي ډګړه له پورته کېدو تر لږ ځنډ وروسته را نسکوره شوه او پکې سپاره کسان ټول ووژل شول.





































