د پکیتا ولایت مرکز ګردیز ښاروالۍ مسوولینو خبر ورکړی، چې د تېرو ۶میاشتو په موده کې یې د بېلابېلو برخو ښاري اصنافو څخه شاوخوا ۵۴ ميليونه افغانی عوايد راټول کړي دي. د ګردېز ښاروال مولوي حبيبالله اغا اخندزاده ښاريانو ته د حساب ورکولو په پرګرام کې ویلي، چې یاد عوايد یې د جوزاونو، ښاري خدمتونو، د ښاروالي ملکيتونو څخه راټول کړي دي. هغه په ياد پروګرام کې زیاته کړه، چې د روان کال د پیل راهیسې یې تر دامهاله د شاوخوا ۸۰ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېلې پروژې د ښار بېلو برخو کې پیل کړي چې د ځینو یې چارې بشپړې او یوشمېر به په نږدې موده کې ګټېاخیستنې ته وسپارل شي.




































