د کلیو د بیارغونې او پراختیا وزارت خبر ورکړی، چې په غزني ولایت کې د ۱۱۱ پراختیايي پروژو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې دي. یاد وزارت په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې په ناوه ولسوالۍ کې د څه باندې ۱۳۰ میلیونه افغانیو په لګښت، یاد شمېر پراختیايي پروژې بشپړې او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې. په یادو پروژو کې د کلیوالي سړکونو، پلونو، پلچکونو، استنادي دېوالونو او کانالونو جوړول شامل دي.




































