د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر عطاالله عمري، په کابل کې د هند سفارت له چارسمبالي کرن یاداف سره کتلي دي. په دې کتنه کې دواړو لورو د کرنې، اوبو لګولو، مالدارۍ، د کرنیزو محصولاتو صادراتو او د کرنې د میکانیزه وسایلو پر وارداتو خبرې کړې دي. د کرنې وزارت د خبرپاڼې لهمخې، عطالله عمري د اقلیمي بدلونونو د اغېزو پر وړاندې د مقاومت لرونکو نباتاتو په برخه کې د څېړنې پر اړتیا ټینګار کړی. خبرپاڼه کې راغلي، چې د هند سفارت چارسمبالي ژمنه کړې چې هېواد یې افغانستان کې د “افغان-هندو” په نوم څېړنیز مرکز جوړوي. دغه کتنه کې د کرنې وزیر له هندي لوري غوښتي څو افغانستان کې په بېلابېلو برخو کې پروژې پلي کړي او افغان سوداګرو ته د ویزو په برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي.




































