د کندهار د کلیو، بیارغونې او پراختیا ریاست مسوولینو خبر ورکړی، چې د دغه ولایت په ۸ ولسوالیو کې د ۵.۴ میلیونه افغانیو په لګښت د پاکو اوبو رسولو ۱۱ شبکو د جوړولو چارې پیل شوې دي. د د مسوولینو په خبره په ژړۍ، سپين بولدک، ارغنداب، ډنډ، پنجوايي، دامان، شاولي كوټ او تخته پل ولسواليو کې ١١ جوماتونو ته د یوې-یوې شبکې د جوړولو چارې پيل شوې. سرچینې ویلي، چې يادې شبکې د قطر په مالي ملاتړ جوړيږي.




































