د کندهار په درېوو ولسوالیو کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګروملتونو د نشهيي توکو او جرمونو پروړاندې د مبارزې نړیوال سازمان په مالي ملاتړ او د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ، ۷۶۳ بزګرانو ته د غنمو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې وویشل شول. د کرنې ریاست چارواکي وايي، دا مرسته د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا، د کرنې د معیاري کولو او د ښو حاصلاتو د ترلاسه کولو لپاره شوې ده. هر بزګر ته ۵۰ کیلوغرامه تخمونه، ۵۰ کیلو تورې او سپینې سرې، یوه بیلچه او د قطاري کرنې لپاره یوه رجه ورکړل شوې ده.




































