د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي ویلي، د کابل او اسلاماباد ترمنځ د وروستیو خبرو د نهپرمختګ اصلي لامل د پاکستاني پلاوي غیرمنطقي غوښتنې وې. هغه له پاکستان سره د ښو اړیکو پر دوام ټینګار کړی، خو ویلي یې دي، چې که د افغانستان پر ځمکنۍ بشپړتیا تېری وشي، پرېکنده غبرګون به وښيي. هغه په خپلو خبرو کې یو ځل بیا ټینګار کړی، چې له پاکستان سره د متقابل درناوي پر بنسټ د تعامل او دوستانه اړیکو غوښتونکي دي خو په خبره یې، که ځینې کړۍ غواړي په دې برخه کې پروژې پلې کړي، نو د افغانستان ا.ا د خپل هېواد د تمامیت دفاع ته پوره چمتو دی. متقي وویل، د پاکستان ستونزې پخوانۍ دي خو اوس هڅه کوي چې دا موضوعات له افغانستان سره وتړي.



































