د راپورونو له مخې متحده عربي اماراتو د افغانستان په شمال کې زلزلهځپلو ته د بشردوستانه مرسته پنځمه جوپه استولې ده. په راپور کې راغلي چې دا مرسته په بلخ او سمنګان کې د زلزله ځپلو کورنیو د لاسنیوي لپاره د متحده عرب اماراتو د هڅو د دوام په موخه لېږل شوې ده. د راپور له مخې، تر اوسه متحده عرب اماراتو د مرستو په پنځو جوپو کې پنځه زره او ۴۰۰ خوراکي کڅوړې چې ټولیز وزن یې ۱۳۵ ټنه کېږي، افغانستان ته لېږلې دي. د عامې روغتیا وزارت له خوا د خپرو شویو شمېرو له مخې، د هیواد په شمال کې د وروستۍ زلزلې له کبله کې ۲۷ کسان شهیدان او ۹۵۶ نور ټپيان شوي دي.




































