د بهرنیو چارو وزارت خبر ورکړی، چې مولوي امیر خان متقي، د اسلامي همکاریو سازمان مرستیال او د افغانستان لپاره د دغه سازمان له ځانګړي استازي طارق علي بخیت صلاح او مل پلاوي سره کتلي دي. سرچینې ویلي، چې دې کتنه کې په سیاسي او امنیتي وضعیت، د راستنو شویو کډوالو په حال، د مخدره توکو د کښت او قاچاق پر وړاندې د مبارزې، د سیمې پر حالاتو او د افغانستان اسلامي امارت او اسلامي همکاریو سازمان ترمنځ د اړیکو په اړه خبرې شوې دي. مولوي امیر خان متقي د اسلامي همکاریو سازمان له لارې د راستنېدونکو کډوالو او وروستیو زلزلو قربانیانو سره د مرستو له امله مننه وکړه او د یاد سازمان مرستې یې د افغانستان د خلکو لپاره ډیرې اړېنې بللې دي.



































