د سرې میاشتې ټولنې خبر ورکړی، چې د چین سره صلیب د هېواد په شمال کې له زلزله ځپلو سره ۱۰۰ زره ډالر مرسته کړې ده. سرچینې ویلي، چې دا مرسته په کابل کې د چین د سفارت د مرستیال باو ژوهوی لخوا سپارل شوې ده. په بلخ کې د ۶.۳ درجې وروستۍ زلزله په دغه ولایت او سمنګان کې د شاوخوا ۲۷ کسانو د مړینې او د نږدې ۱۰۰۰ نورو د ټپي کېدو لامل شوه او دغه راز شاوخوا ۱۰۰۰ کورونه یې ویجاړ کړي دي. دا په داسې حال کې ده، چې تر دې وړاندې د اسلامي همکاریو سازمان د هېواد په شمال کې د زلزلې ل قربانیانو سره د ۱۰۰زره ډالرو مرستې خبر ورکړی و.




































